غړیتوب
آیسپ افغانستان ملي چپتر له ټولو مسلکي کسانو، هغه کسان چې په راتلونکې کې مسلکي کیدل غواړي او هغه ادارې چې د مخدره توکو په وقایه، درملنه او رغیدنې کې په کار لګیا دي، غوښتنه کوي چې د افغانستان د ملي چپټر غړیتوب ته خپل غوښتنلیکونه ولیږي.
د افغانستان د ملي چپټر غړیتوب وړیا دی او غړي به د آیسپ د اخلاقي اصولو پر بنسټ د عمل کولو لپاره خپله ژمنه روښانوي.
د افغانستان د ملي چپټر غړیتوب په دوو لاندنیو کتګوریو ویشل کیږي:
مسلکي کتګوري
د دې لپاره چې د افغانستان د ملي چپټر مسلکي غړیتوب تر لاسه کړئ، په کار ده چې لاندني معیارات ولرئ:
- د مخدره توکو د کارولو او وقایې اړوند مرتبطه مسلکي وړتیا درلودل، د بیلګې په توګه د طب، ټولنیز کار، ارواپوهنې، عامه روغتیا او روغتیایي متممو زده کړو سندونه درلودل
- لږ تر لږ د یوه کال لپاره د مخدره توکو د درملنې، وقایې او رغیدنې په برخه او دې ته اړوند نورو ساحاتوکې تجربه درلودل
- د درملنې او اړوندو مسلکي پرمختګونو په برخه کې د ټریننګونو د اخیستلو او نورو فرصتونو استفادې ته ژمنتیا درلودل، تر څو د مخدره توکو د درملنې او وقایې په برخه کې د پوهې کچه لوړه شي
- د مخدره توکو د وقایې، درملنې او رغیدنې په برخه کې دری متواتر کلونه کاري تجربه درلودل د پورتینو علمي وړتیاوې معادل محاسبه کیږي.
- غړی به هڅه کوي چې د مخدره توکو د غوښتنې د کمښت په برخه کې په مهمو څیړنو ، معیاراتو، پالیسي او عملي کړنو کې د ګډون لپاره خپله وڼډه ادا کړي.
- په دې برخه کې د شواهدو پر بنسټ ولاړو خدماتو او با کیفیته کړنو ته ژمنتیا ولري.
همکار (Associate ) غړي
- ټول هغه کسان چې د مخدره توکو د غوښتنې د کمښت په برخه کې د مسلکي کیدلو هیله لري
- ټول هغه چې د مخدره توکو د غوښتنې د کمښت له راتلونکې سره لیوالتیا لري
- ټول هغه چې د مخدره توکو د وابستګۍ په درملنه او مخنیوي کې د خپل سیاسي، مالي او تخنیکي حمایت له لارې د وڼډې اخیستلو تعهد لري.
- د ټولنې مشران، علمي کدرونه، سیاستوال، د بشر حقونو او مدني ټولنو فعالین او ټول هغه کسان چې اړوند موخې تعقیبوي په دې برخه کې د غړیتوب لپاره مناسب دي.