ایا خلک لږ او کم سګریټ څکوی؟

Format
Scientific article
Publication Date
Original Language

انګرېزي

Country
امريکا متحده ایالات
Keywords
tobacco control
public health
addiction
smoking
policy

ایا خلک لږ او کم سګریټ څکوی؟

د نویو موندنو له مخه چې د تنباکو د کنټرول په ژورنال کې خپاره شوی ، په ۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۳ میلیونه خلکو د تنباکو د کنټرول د تدابیرو له امله د ۲۰۰۸ – ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د سګرټو څکول بند کړی دی.

د احصایې له لارې، دا په دې مانا ده چې په ۴ کلنه دوره کې د ۲۲ میلیونو څخه زیات د سګرټ څکولو سره د تړاو د مړینې مخه نیول شوې ده.

دا څیړنه چې د جورج ټاون لومباردی د سرطان په جامع مرکز کې د څیړونکی له خوا ترسره شوې ده ، د دوی د پخوانی کار په اساس جوړ شوی چې په کې معلومه شوې ده چې د ۲۰۰۷ - ۲۰۱۰ کلونو تر منځ په ۴۱ هیوادونو کې د تنباکو د کنټرول د تدابیرو د پلی کولو له امله ۷،۴ میلیونه د سګرټو د څکولو په تړاو وژل شوی دی.

وروستۍ موندنې د نړیوال روغتیایی سازمان د تمباکو د کنټرول په اړه د چوکاټ کنوانسیون ( WHO FCTC ) زیاتیدونکی بریالیتوب ښیی.

په حقیقت کې ، د دې پروژې مشر څېړونکی ډاکټر ډیویډ لیوی یادونه کوی چې دوی کولای شی له هغو هېوادونو سره مرسته وکړی چې د دې پروژې په برخه کې د هغوی سره مرسته وکړی .  کوم چې تر اوسه د تمباکو د کنټرول د ژوند خوندی کولو ګامونه نه دی تر سره کړی . په ښه توګه د عامې روغتیا پیاوړی اغیز چې دوی یې وړاندې کوی ، درک کړی.

د ۲۰۱۵ کال د جنوری د میاشت څخه ۱۸۶ برخه اخیستونکی هیوادونه ( د نړۍ د ۹۵،۸٪ وګړو استازیتوب کوی) د WHO FCTC تصویب کړی وو. د امریکا په شمول لس پاتې هیوادونه تر اوسه برخه نه اخلی.

دلته کلیک وکړئ چې د تمباکو په کنټرول کې بشپړه مقاله ولولئ.

Share the Knowledge: ISSUP members can post in the Knowledge Share – Sign in or become a member

Share the Knowledge: ISSUP members can post in the Knowledge Share – Sign in or become a member